د پوهاند سیدالف شاه غضنفر روغتيايي علومو انسټيټيوټ د انستېزي پروګرام څخه ۳۰ تنه فارغ شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۱۷
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انسټيټيوټ رئيس، ډاکټر محمد قاسم عادل، د وزير محمد اکبرخان روغتون رئيس ډاکټر شيرعلي شاکر، د انسټيټيوټ استادانو او يو شمېر نورو مسؤلينو ګډون کړی و.

په یاده ناسته کې د غضنفر روغتيايي علومو انسټيټيوټ رئیس، ډاکټر محمد قاسم عادل فارغانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او له هغوی څخه يې وغوښتل، چې د طبابت اخلاق په عمل کې پلي کړي او خپلې دندې په اخلاص، امانتدارۍ او د مسؤوليت له احساس سره سمې ترسره کړي.

همدارنګه، د انسټيټيوټ علمي مرستیال ډاکټر عبدالستار جبارزي فارغانو ته د فراغت مبارکۍ ترڅنګ د هغوی د کورنيو، استادانو او عامې روغتيا وزارت د رهبرۍ هڅې وستایلې او ویې ويل: «هېله لرم چې بريالي شئ او د متعهدو کسانو په توګه د ټولنې لپاره د خدمت وړ وګرځئ.

د ناستې په پای کې د انستېزۍ د نولسمې دورې فارغانو ته د مسؤلینو او استادانو له لوري د فراغت تصديق‌ پاڼې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS