د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم "عادل" او مل پلاوي د هلمند ولایت روغتیایي علومو انسټیټوټ څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۲۶
moph

دوکتور محمد قاسم "عادل" او مل پلاوي یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو سره ناسته کې محصلینو ته د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټ پر برابرولو، د یوې ځانګړې ودانۍ پر جوړولو، د تدریسي چارو د کیفیت پر ارزولو، د راتلونکي کال لپاره د نوو څانګو پر فعالولو او د محصلینو لپاره د سپورټي ټیمونو پر جوړولو بحث او خبرې وکړې.

دغه راز، د یاد انیسټیټیوټ د صنفونو او لابراتوارونو وضعیت د عامې روغتیا وزارت طرزالعمل سره سم و ارزول شو.

همدارنګه، ښاغلي عادل او مل پلاوي د هلمند روغتیايي علومو انسټیټیوټ د اداري او تدریسي برخو ارزونې تر څنګ د ستونزو د حل په موخه دوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS