د ځاځي آریوب ولسوالۍ په ملي پارک کې سیلانیانو ته په وړیا توګه روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۲:۵
MOPH

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د ځاځي آریوب ولسوالۍ سپینې شګې سیمې ملي پارک کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري داخلي سیلانیانو ته د لوی اختر په څلورو ورځو کې په وړیا توګه روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

 

په یادو څلورو ورځو کې چې نږدې ۹۰۰ تنو ته په وړیا توګه لومړني روغتیايي خدمات وړاندې شول د سیلانیانو او سیمې ته د راتلونکو هیوادوالو لپاره د خورا اسانۍ او سهولت ذریعه وګرځیدل.

د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هیواد په هره سیمه او هر وګړي ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS