د څېړنې میتودولوژۍ په برخه کې د دیپلم روزنیز کورس پیل شو
د مرکز او ولایتونو څخه ۲۸ تنو ټرینر متخصصینو ته د څېړنې میتودولوژي برخه کې د ډیپلوم روزنیز کورس، چې په کې کندز، بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونه شامل دي، د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټېټیوټ لوی ریاست اړوند د عامې روغتیا د څېړنې او کلینیکي مطالعاتو ریاست له لوري په مرکز کابل کې پیل شو، چې د اسد تر اتمې به دوام وکړي.
