د کابل ښار په لومړۍ او شلمه ناحیه کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۲۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلینو د بیو د کنټرول، د احتکار او انحصار د مخنیوي، د کیفیت د تأمین او د روغتيايي قوانینو د پلي کېدو په موخه د کابل ښار په لومړۍ او شلمه ناحیه کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت پر مهال ۳۶ بابه درملتونونه وڅېړل شول، چې له ډلې یې ۱۴ بابه درملتونونه د خپل‌سري فعالیت او ۴ بابه درملتونونه په لوړو بيو د پلور له امله وتړل شول.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین د ټولو درملتونونو له مسؤلینو غواړي، چې د روغتيايي قوانینو په رعایت سره خپل فعالیتونه د نافذه لوایحو او مقرراتو سره سم تنظیم او دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د روغتیايي خدمتونو د ډیجیټل کولو په موخه د همغږۍ تعقیبي غونډه ترسره شوه

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د یو شمېر مسؤلینو، مالیې او مخابراتو وزارتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه، چې په کې روغتونونو کې د خدماتو ډیجیټل کولو، د عوایدو راټولولو او د عامې روغتیا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۳۴
Background image

د‌ عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د دې وزارت د پراختيايي پروژو د وضعیت ارزونې او تحلیل رسمي بهیر پیل شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه د پلان او پالیسۍ لوی رئيس، ډاکټر سيد رسول منګل په مشرۍ او د مقام د تخنيکي مشاور عبدالوکيل حنفي په همکارۍ ترسره شوه.

 د دې غونډې موخه د عامې روغتيا وزارت. . .

BACK TO NEWS