د کاپیسا عامې روغتیا ریاست څارنې او پلټنې امریت له لوري د خصوصي روغتیایي سکټور او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۱:۸
moph

دغه نظارت چې د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ کې تر سره شو، پایله کې یې یو روغتیایي کتنځای، یو باب لابراتوار، یو د غاښونو کتنځای او ۸ درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سر غړونې له امله وتړل شول.

دغه راز، په یاد نظارت کې ۷۳ قلمه له نېټې تېر درمل او ۷۲ قلمه بې کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS