د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ اړوند خصوصي روغتیایي او  غیر روغتیایي سکټور څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۲۲
moph

یاد نظارت د کونړ عامې روغتیا ریاست څارنې او پلټنې امریت له لوري د خوراکي توکو پلورنځیو، هوټلونو او خصوصي روغتیایي سکټور څخه ترسره شو، چې په ترڅ کې ۹۸۱ کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي توکي او ۳۵ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

د دغه نظارت په پایله کې یوه الټرساونډ خونه او یو روغتیایي کتنځای له قانون څخه د سر غړونې له امله وتړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه،  په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له نوي سفیر، ښاغلي کنیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د جیکا ادارې له لوري د کابل افغان جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو کې د. . .

BACK TO NEWS