د کونړ ولایت په ۹ ولسوالیو کې ۹ ګرځنده روغتیايي ټیمونو په فعالیت پیل وکړ

دغه ټیمونو په نرنګ، سرکاڼو، شلتن، دانګام، غازي اباد، ناړۍ، وټه پور، چپه دره او پيج درې ولسوالیو کې په فعالیت پیل وکړ، چې په ګرځنده توګه به هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.