د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې دوه ګرځنده روغتیایي ټیمونو فعالیت پیل کړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۲
moph

یاد ټیمونه چې د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته او د هېواد مؤسسې په تخنیکي همکارۍ یې فعالیت پیل کړ، د پرانیستې مراسمو کې یې د کونړ عامې روغتیا رئیس، قاري مظفر خان مخلص د روغتیا نړیوال سازمان څخه مننه وکړه، چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو او بېرته راستانه شویو ته یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې برخه کې همکاري وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د یادو ټیمونو په مرسته به د ۱۲ کلیو اوسېدونکي، چې شمېر یې (۱۴۰۰۰) تنه کېږي له روغتیايي خدمتونو برخمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د ننګرهار ولایت یو شمیر روغتونونو سره د ۲۸نیم لکه افغانیو په ارزښت د درملو مرسته وشوه

د ننګرهار بي بي فاطمة الزهرا ولایتي، د انتاني ناروغیو درملنې ۵۰ بستریز، د پوهنتون تدریسي او د ولسوالیو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو سره د PU-AMI نړیوالې مؤسسې له لورې د ۲۸لکه او ۸۸ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۶
Background image

د بدخشان، تخار، کندز او بلخ ولایتونو په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پلي کېدو بهیر څخه نظارت ترسره شو

د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د څارنې ټیمونه د متخصصو ټرینرانو او ټریني ډاکټرانو د ستونزو معلومولو او د اکمال تخصص پروګرام د ټریننګ تشو د تشخیص او ارزونې په موخه په رسمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۵۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په دوحه کې د بشري روغتیايي همکاریو او کتلوي معافیت د پیاوړتیا نړیواله ناسته کې ګډون وکړ

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد په دوحه ښار کې د بشري. . .

BACK TO NEWS