د کوچي قشر ۸۲ ګرځنده روغتیايي کلینیکونو په اړه د UNFPA استازو سره ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۹:۳۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د ۱۷ ولایتونو کوچي قشر ۸۲ ګرځنده روغتیايي کلینیکونو د خدمتونو د لا ښه والي په موخه د UNFPA استازو سره ناسته ترسره شوه

 په دې ناسته کې د مور او ماشوم خدمتونو د لا ښه والي، د ګرځنده روغتیايي کلینیکونو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، دUNFPA  دفتر له لورې د تغذي خدمتونو د پیل او په روغتیايي مرکزونو کې د درملو زیاتوالي اړوند بحث او خبرې ترسره شوې، چې د UNFPA دفتر له لورې په ټولو ذکر شویو برخو کې د ګرځنده روغتیايي خدمتونو ریاست ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS