شپږ ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو
غزني، پکتیا، پکتیکا، نیمرزو، جوزجان او لغمان ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو د روغتیايي قوانینو د تطبیق او څارنې ټیمونو له لوري د یو شمېر روغتیایي مرکزونو، کتنځایونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو.
د یاد نظارت په پایله کې د درې روغتیايي مرکزونو په شمول ۳۶ بابه بېلابېل درملتونونه او کتنځایونه د اسنادو نه درلودو او روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول او هم اړوندو مسؤلینو ته د غوره روغتیایي خدمتونه وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوې.