غزني ولایت ته د مالي او اداري چارو مرستیال سفر!

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت غزني ته د سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه چې د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځیرک یې هم ملتیا کوله، د یاد ولایت سیمه ییز روغتون نوي تعمیر له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د مالي او اداري چارو مرستیال، د اړوند شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د شوي قرارداد سره سم رغنیزې چارې پر مخ یوسي او په چارو کې چټکتیا او کیفیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
ښاغلي مرستیال دغه راز، په یاد ولایت کې د ښځینه روږدو ناروغانو درملنې لپاره د جوړ شوي ۲۰ بستریز روغتون پرانیسته هم ترسره کړه، چې په مرسته به یې په وړیا توګه د روږدو ناروغانو درملنه کېږي.