غور ولایت کې د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انسټېټیوټ ته د څه باندې درې میلیونه افغانيو په ارزښت روزنيز تعلیمي موډولونه وسپارل شول
د دې مرستو موخه د عملي زده کړو کیفیت لوړول او د غور ولایت د پوهاند غضنفر روغتيايي انسټېټيوټ د تدریسي ظرفیت پیاوړتیا بلل شوې ده.
په همدې موخه جوړ شوي مراسمو کې د غور ولايت عامې روغتيا رئيس مولوي عبدالواحد حماس، د باران تطبیق کوونکې مؤسسې ولايتي رئیس، د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انسټېټيوټ عمومي ریاست او بېلا بېلو ادارو د استازو په شتون کې د دې انسټېټيوټ په انګړ کې ترسره شو.
باران تطبیق کوونکې مؤسسه، چې په غور ولایت کې فعالیت کوي، په دې مراسمو کې یې ۲۳۴ روزنيز تعلیمي ماډلونه (اسکلپ) د نسایي او ولادي، نرسنګ او لابراتوار برخو لپاره او ۴۰۰ قلمه اداري او تدریسي تجهیزات، چې مجموعي قیمت يې (۳,۰۴۲,۴۰۳) درې میلیونه دوه څلوېښت زره او څلور سوه درې افغانيو کېده، د غور د روغتيايي علومو انسټېټيوټ ته وسپارل.
