له مرکز وروسته په ولایتونو کې هم له خصوصي او دولتي روغتونونو څخه د نظارت لړۍ دوام لري!

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۵۳
MOPH

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل دي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کېږي.

د دې نظارتي لړۍ په ترڅ کې دا ځل د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د چک لېست سره سم د غزني سیمه ییز روغتون او بلال حکیمي، عارف نداء، هورایزون، شجاع، نثار او اریا خصوصي روغتونونو څخه نظارت تر سره کړ، د ښو او مثبتو کړنو ستاینه یې وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د یاد نظارت په ترڅ کې به د غزني ولایت د ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو خدماتي بهیر ولیدل شي، د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه به وڅېړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۴۳
Background image

په کابل ښار کې د رستورانتونو او سلمانیو له فعالیتونو څخه د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست نظارت

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ښار په څلورمې، شپږمې او لسمې ناحیو کې له یو شمېر رسټورانټونو او سلمانیو څخه نظارت ترسره شو

په دغه نظارت کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

په کابل ښار کې د زړه ناروغیو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړولو لومړنيو چارو په موخه د آسیا پراختیایي بانک له استازو سره ناسته تر سره شوه

دا ناسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د وزارت مرکزي رئیسانو او د آسیا پراختیایي بانک د استازو په شتون کې د روغتیایي. . .

BACK TO NEWS