ننګرهار او هلمند ولایتونو له یو شمېر روغتیایي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۵۹
moph

یاد نظارت د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ننګرهار ولایت کې درې لابراتوارونه، څلور روغتیایي کتنځايونه، دوه الټراساونډ خونې او درې د غاښونو کلینیکونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې او خپل سري فعالیتونو له امله وتړل شول.

دغه راز، هلمند ولایت کې ۲۰ قلمه له نېټې تېر درمل، ۳۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۷ بوتله او ۵  کڅوړې له نېټې تېر پروټیني مواد، چې ټول ۱۵ کارټنه کېږي، راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.

په دغه نظارت کې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې، چې د عامې روغتیا وزارت پالیسۍ سره سم فعالیتونه تر سره او خلکو ته معیاري خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS