هند د افغانستان عامې روغتيا وزارت سره د ساري او ناقله ناروغيو ضد ۱۶ ټنو څخه زيات درملو او تشخيصیه کیټوڼو مرسته وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۱۱
MOPH

دغه مرسته د "ملاريا او ناقله ناروغيو د مخنيوي پروګرام" د پياوړتيا په موخه شوې، تر څو په افغانستان کې د ملاريا، ډينګي او لشمانيا په څېر ناروغيو پر وړاندې مبارزه لا پیاوړې شي.

د عامې روغتيا وزارت رهبرۍ د دې مرستې له امله د هند له حکومت څخه ژوره مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې دا درمل او تشخيصي کیټونه په د عامه روغتیا ساتنې په پياوړتيا او د ناروغيو د مؤثر کنټرول برخه کې په ځانګړي ډول، په لوړ خطر لرونکو سیمو کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې دا مرسته د افغانستان د روغتيايي سکتور د ملاتړ او د عامه روغتيا ساتنې او ناروغيو د مخنيوي په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پياوړتيا او دوام نښه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS