په ارزګان ولایت کې ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت يو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
دغه روغتون د ارزګان د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي لګښت د ۱۲ میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په ورځني ډول به په کې د ۳۰۰ ناروغانو درملنه ترسره کېږي.