په بلخ ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په مرکز مزارشریف ښار کې له یو شمېر خصوصي روغتیايي کلینیکونو او روغتونونو څخه نظارت ترسره شو.
د یاد نظارت په پایله کې د یو خصوصي روغتون اړوند لابراتوار خونه، درملتون او عملیات خونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.