په بلخ ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت
![MOPH](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-01_at_11.20.28_dd8f36c3.jpg)
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په دې ولایت کې له ۱۰ خصوصي کتنځایونو او یو کلینیک څخه نظارت ترسره شو.
د یاد نظارت په ترڅ کې د خصوصي کتنځایونو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوي؛ ترڅو د نسخو په لیکلو کې پاملرنه وکړي او د شفري نسخو له لیکلو څخه ډډه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.