په تېر ۱۴۰۲ کال کې په وزیر اکبر خان روغتون کې نږدې (۴۹۵۵۳) جراحي عملیاتونه ترسره شوي

په تېر ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د عامې روغتیا وزارت په وزیر اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې نږدې (۴۹۵۵۳) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي!
په یادو جراحي عملیاتونو کې ۱۰ زره اته سوه درې ستر او ۳۸ زره اووه سوه پنځوس کوچني جراحي عملیاتونه شامل وو، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي.
په دغه روغتون کې همداراز ۲۲۳ زره څلور سوه یو اتیا ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD)، ۱۰۵ زره پنځه سوه اویا ناروغانو ته اُرتوپیدي او ۱۴ زره پنځه سوه نهه دېرش تنو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.