په جوزجان ولایت کې خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د جوزجان ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د اقچې ولسوالۍ له ګڼ شمېر خصوصي لابراتوارونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې يې یو شمېر لابراتوارونه او کتنځایونه د قانوني جواز د نه تمدید کولو له امله وتړل شول.