په شیخ زاید روغتون کې له وړاندې کېدونکو خدماتو څخه هر اړخیز نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۳۸
moph

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت‌ الله عنایت، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي او مل تخنیکي ټیم له لوري ترسره شو، چې په ترڅ کې د یاد روغتون عمومي وضعیت، د روغتیایي خدمتونو کیفیت، د تشخیص او درملنې بهیر، د بشري سرچینو فعالیت او ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو څرنګوالی له نږدې وڅېړل شو.

همدارنګه، د روغتون له رئیس او سر طبیب سره د همغږۍ ناسته وشوه، چې په کې د روغتون د کاري وضعیت، ستونزو او لومړیتوبونو په اړه هر اړخیز بحث ترسره او ترڅنګ یې د بستر ناروغانو، عاجلو خدماتو، عصبي جراحي، عصبي داخله، ICU، پولي کلینیک، High Dependency Care Unit او نورو اړوندو خدماتي څانګو څخه هم لیدنې ترسره شوې.

دغه راز، له یو خارجي متخصص سره ځانګړې مرکه وشوه، خدمات یې وستایل شول، ستونزې یې په نښه او د لا زیات تشویق لپاره یې د روغتون ادارې ته لازمي سپارښتنې وشوې.

ورته مهال له یو شمېر نورو روغتیایي کارکوونکو سره هم خبرې ترسره، د ناروغانو او د هغوی له پایوازانو نظریات واورېدل شول؛ څو د وړاندې کېدونکو خدماتو د کیفیت، شته ننګونو او واقعي اړتیاوو په اړه کره معلومات راټول شي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ټیم له لوري د روغتون رهبرۍ ته اړینې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د روغتیایي خدمتونو کیفیت لا ښه، شته ستونزې حل او د ناروغانو د رضایت کچه لوړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS