په فراه ولایت کې د نږدې ۱۶ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د زېږنتون دوه پوړيزه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
د يادې ودانۍ د پرانستې پر مهال د فراه ولایت د عامې روغتیا رياست رئیس مولوي احسان الله وويل؛ دا دوه پوړيزه ودانۍ د UNCHR سازمان په مالي لګښت جوړه شوې ده ، چې تر دې وړاندې د زېږون څانګې ناروغان د زياتې ګڼې ګوڼې او له يو شمير نورو ستونزو سره مخ وو، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به ډيرې ستونزې هواري شي.
ښاغلي رئيس زياته کړه، ياده ودانۍ د جراحي عملياتونو ، بستر، د ماشوم ساتنې د خونو او نورو اړينو اسانتياوو درلودونکې ده.