په ننګرهار ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د اعتبار ورکولو ملي ادارې د ځانګړي ټیم له لوري په تېرو دوه اونیو کې د روغتونونو د درجه بندۍ په موخه د ختیځ زون اړوند، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې له ۱۶ خصوصي معالجوي روغتونونو څخه لیدنه ترسره او د یادو روغتونونو مسؤلینو ته یې د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي چکلېست له مخې د غوره روغتیايي خدمتونو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.