په هلمند ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۸:۴۲
په هلمند ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیسته ترسره کړه.

مالي او اداري معین یادو مراسمو ته په وینا کې وویل چې دغه روغتون به د دې ولایت د اوسېدونکو شته روغتیايي ستونزې حل کړي او هېوادوالو ته به لازم روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي معین همدا راز زیاته کړه، اسلامي امارت ژمن دی چي ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي او اسلامي امارت دې برخې ته پوره متوجه ده.

دغه ۱۰۰ بستریز روغتون د آسیا پراختیايي بانک په مرسته د افغان ملي شرکت له لوري د یو مېلیون ډالرو په لګښت سره د یو کال په موده کې جوړ شوی چې د نورو روغتیايي خدماتو ترڅنګ به د اکسیجن پلانټ په برخه کې هم د دې ولایت اوسېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یاد روغتون د پرانیستې ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت له لوري پنځه عرادې مجهز امبولانسونه د بست ولایتي روغتون ته ورکړل شول چې د هلمند ولایت اوسېدونکو د ستونزو د حل په برخه کې اغېزمن تمام شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او ارزونې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ترسره شوه، چې پایله کې یې ۷۶۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له. . .

BACK TO NEWS