په کابل کې د ۱۰۰ بستریز د زړه ناروغیو روغتون د جوړېدو په اړه انلاین ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۲
moph

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د اسلامي پراختیايي بانک او د بنګله‌ دېش د (DDCL) شرکتونو له استازو سره په کابل ښار کې د زړه ناروغیو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو په موخه انلاین ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داوود منصوري، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د مقام د دفتر مشاور ډاکټر حدیدالله ذاکري او د ساختماني چارو مسؤل انجنیر میرویس رحیمي ګډون درلود، د یاد روغتون د پروژې پر ماسټر پلان، اسنادو او تفصیلي طرحې بحث او خبرې تر سره شوې.

 د اسلامي پراختیایي بانک او د بنګله‌دېش د شرکتونو استازو د روغتون جوړېدو اړوند ماسټر پلان، اسناد او تفصیلي طرحه د پریزنټېشن له لارې تشریح کړه، چې له اورېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د طرحې د لا ښه والي په موخه خپل نظرونه شریک او له یادو لوریو یې وغوښتل، چې د روغتون اړوند اسناد له وزارت سره شریک کړي، تر څو پرې هر اړخیزه ارزونه ترسره شي.

ټاکل شوې ده، چې د دې موضوع په اړه راتلونکې ناسته په نږدې وخت کې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو او د اسلامي پراختیایي بانک او د بنګله‌دېش د (DDCL) شرکتونو د استازو ترمنځ په حضوري ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS