پکتیا ولایت کې د یو شمیر روغتیایي مرکزونو څخه د تغذیې خدماتو ارزونې تر سره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي او مل ټیم پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال په مرکز ګردېز او ولسوالیو کې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه د تغذیې خدماتو ارزونې په موخه لیدنه ترسره کړه

 په دې لیدنه کې چې موخه یې په مرکزونو کې د تغذیې خدمتونو کیفیت لوړول او ناروغانو ته په معیاري توګه د خدمتونو وړاندې کول دي، د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي په روغتیايي مرکزونو کې شته ستونزې په نښه او د یاد ولایت روغتیا برخې له مسؤلینو سره یې شریکې کړې.

دغه راز د یاد ولایت روغتیايي مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د تغذیي خدمتونو برخه کې به شته ستونزو د حل لپاره یو منظم میکانیزم رامنځته او پر ټاکلي وخت به ورته رسېدنه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS