ډاکټر کریم‌الله حلیمي د نیمروز د بېرته راستنېدونکو کمپ روغتیایي مرکزونه وڅارل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۴۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د AADA ، IOM او Relief International مؤسسو اړوند د بېرته راستنېدونکو کمپ له روغتیایي مرکزونو څخه نظارت تر سره کړ

یاد نظارت چې موخه یې په هېواد  کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي پلاوي د نیمروز ولایت د بېرته راستنېدونکو کمپ د روغتیایي مرکزونو له ټولو څانګو او امبولانس خدمتونو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

د نظارت رئیس همداراز، د روغتیايي مرکزونو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې په مراکزو کې نورې څانګې هم فعالې کړي؛ ترڅو بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته باکیفیته او پر وخت خدمتونه وړاندې شي، هغه روغتیايي کارکوونکو ته هم سپارښتنې وکړې، چې له ناروغانو سره د غوره چلند سربېره هغوی ته ټول اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS