کابل ښار کې ١٤١ ټنه بې کیفیته او تاريخ تېره خوراکي توکي راټول او له منځه يوړل شول

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۱۵:۳۳
کابل ښار کې ١٤١ ټنه بې کیفیته او تاريخ تېره خوراکي توکي راټول او له منځه يوړل شول

سه شنبه، جوزا ۱۰ / ۱۴۰۱

د عامې روغتیا وزارت د خوراکي توکو د خوندیتوب آمريت او صحت محيطي رياست د بې کیفیته او تاريخ تېر خوراکي توکو د راټولولو او ضایع کولو په برخه کې د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې دا ځل د کابل له بېلابېلو سیمو څخه ۱۴۱ ټنه بې کیفیته او تاريخ تېر خواړه راټول او له منځه يوړل.

په دغو موادو کې غير الکولي مشروبات، قيماق، ټي وايټنر، کنسر، غوښه او نور هغه مواد شامل دي چې مخکې د دغې ادارې د کنټرول او څيړنې په بهيرکې د کابل له بيلابيلو سيمو څخه راټول شوي وو او د ګزک په ساحه کې د يوه ځانګړي هيئت په شتون کې له منځه يوړل شول.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د صحت محيطي ریاست مسوولینو له خلکو غوښتي، چې د بې کیفیته او تاريخ تيرو توکو راټولولو په برخه کې همکاري وکړي، څو خلک له بېلابېلو ناروغیو وژغورل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS