۱۵۰ تنه روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري مرکز کابل کې ۱۵۰ تنه روږدي کسان تر ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني، د سندونو، اړیکو او دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رییسانو، د روږدو کسانو د درملنې ملي برنامي مسئولینو او روغتیاپالانو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني د روږدو کسانو په درملنې خوښي وښوده او په نشه یې توکو روږدیتوب سره پر ګډې مبارزې یې ټینګار وکړ.
ښاغلي حقاني دغه راز زیاته کړه چې عامې روغتیا وزارت د دې ستونزې حل لپاره د درملنې ځانګړي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او د ملي پروګرامونو له لارې یې د روږدو فزیکي، رواني او ټولنیزې برخې په پام کې نیولې.
د یادونې ده چې په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د سندونو، اړیکو او دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د معالجوي طب لوی رییس ډاکټر وحدت الکوزي او د روږدو کسانو د درملنې ملي پروګرام رییس مولوي انعام الله عمار د نشه یې توکو د استعمال په زیانونو، درملنې او فعالیتونو هر اړخیزې خبرې وکړې.