۱۸ تنو متخصصینو ته د ICU په برخه کې لس ورځنی روزنیز ټریننګ تر سره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۳:۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري په مرکز کابل کې ۱۸ تنه متخصصینو ته د (Clinical Case Management in intensive care Services) ICU تر عنوان لاندې لس ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو.

یاد روزنیز ټریننګ  د خوړو نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د اندراګاندي، شیخ زاید او علي جناح تخصصي روغتونونو او د کندهار، زابل، نورستان، لوګر، غزني، پکتیا او بلخ ولایتونو ۱۸ تنه متخصصینو ته ترسره شو، چې د مجربو استادانو له لوري په کې ګډونوالو ته زده کړې ورکړل شوې.

د دغه ټریننګ پر مهال د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې رئیس، دوکتور مجیب الرحمن ماموندزي ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې؛ چې د ټریننګ په ترڅ کې زده کړي موضوعات دې په اړوندو برخو کې پلي کړي؛ ترڅو ټولو ناروغانو ته په غوره توګه روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS