دعامې روغتیا وزارت د پالیسي او پلان معين په افغانستان کې د اغان خان بنسټ دروغتياڅانګې مسؤل سره ليدنه وکړه

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۶:۱۷

د پالیسي او پلان معين پوهندوی ډاکټر بشیر نورمل په افغانستان کې د اغا خان بنسټ د روغتيا څانګې مسؤل ډاکټر نصر الله اوریا سره د اغا خان بنسټ د روغتيا برخې د راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه ناسته وکړه په. دا په داسې حال کې چې د پالیسي او پلان معینیت مشاورینو، د پالیسي او پلان عمومي ریاست ، PMO او GCMU نمایندګانو هم شتون درلود .

په پيل کې ډاکټر اوریا د تیر پنځه کلن ستراتیژیک پلان د لاسته راوړنو او ستونزو په هکله معلومات ښاغلي نورمل سره شریک کړل.

د پالیسي او پلان معين پوهندوی ډاکټر بشیر نورمل وویل چې د اغاخان بنیاد د روغتيا څانګې راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان باید د عامې روغتیا وزارت د پالیسي، ستراتیژي اولویتونو په نظر کې نیولو سره ترتیب او عملي شي.

خصوصأ د نرسنګ او قابلګي پروګرام د کریکولوم ښه والي او لیسانس تر کچي لوړوالی، د اکمال تخصص پروګرام د کریکولم بهتروالی ، د تیلي میډیسن خدماتو پراختیا او د عامې روغتیا وزارت د کارمندانو لپاره منځمهال او اوږد مهاله ټریننګونه په نظر کې ونیول شي، په عین حال کې هغه کارونه چې په تیر پلان کې موجود وه. (Food Fortification, Establishment of E Health Center at MOPH) اما د بعضي ستونزو له کبله ندي عملي شوي باید په راتلونکې پلان کې شامل او تطبیق شي. تر څو د روغتيا په برخه کې ښي لاسته راوړنې ولري.

په پاى کې د پالیسی او پلان معين د اغان بنسټ له همکاریو مننه وکړه. او ډآډ يي ورکړ چې ستاسو همکارى به زموږ روغتيايي فعاليتونه لاهم بياوړي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۵۱
Background image

روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې له مشر و د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې له مشر، ښاغلي تاج الدین اوېلا. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۴۶
Background image

په زابل ولایت کې بې کیفیته درمل راټول او له منځه یوړل شو

د زابل عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په تېره څه باندې یوه میاشت کې د مرکز قلات ښار او ولسوالیو څخه ۲ ټنه له نېټې تېر بې کیفیته درمل راټول او له منځه یوړل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۱۹
Background image

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په تورخم کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS