د افغانستان اسلامي امارت دعامې روغتیا وزیر په دوحه کې دقطر سرې میاشتې ، Qatar Fund for Development او Qatar Charity له مسؤولینو سره لیدنې تر سره کړې

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۹:۵
د افغانستان اسلامي امارت دعامې روغتیا وزیر په دوحه کې دقطر سرې میاشتې ، Qatar Fund for Development  او Qatar Charity له مسؤولینو سره لیدنې تر سره کړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد قطر هيواد ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په دوحه کې د قطر د سرې میاشتې ، Qatar Fund for Developmentاو Qatar Charity له مسؤولینو سره لیدنې تر سره کړې

په دې لیدنو کې د هيواد په ۳۰۰ ولسوالیو کی د ۳۰۰ عمومي روغتونو یا General Hospital جوړولو باندې بحث تر سره شو چې دا روغتونونه به د نورو ابتدایي خدماتو تر څنګ د ماشومانو د ناروغیو د درملنې، د میندو ، نارینه او ښځینه ناروغانو د ناروغیو د درملنې اسانتیاوې، او د جراحي خدمات ولري.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د شاوخوا ۴۰۰ ولسوالیو څخه یواځې ۹۰ ولسوالۍ روغتونونه لري او پاتې نورې ولسوالۍ روغتونونه نه لري.

 د دې تر څنګ په مجلس کې د روغتیایی پرسونل د ظرفیت لوړونې په اړه يادونه وشوه تر څو نوموړي ارګانونه د عامې روغتیا د برخې سره همکاري وکړي.

د قطر چيريټي بنسټ امادګي وښوده چې دوۍ به په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي او په همدې نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې خپل دفتر پرانیزی.

Qatar Fund for Development Countries

هم د ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ چی په واسطه به یې یو شمیر افغان ډاکټرانو ته قطر او یو شمیر نورو هیوادو کې د  تخصصي او لنډ مهاله برنامو زمينه برابره شي، د قطر سرې میاشتې سکرتر جنرال د روغتیا په برخه کې د خپلو همکاریو په دوام ټینګار وکړ او و یې ویل چې نږدې راتلونکي کې به ۱۷ میلیونه ډالر د دوو شفاخانو د تمویل په موخه د ICRC له طریقه مرسته تر سره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۷
Background image

مولوي عبدالولي حقاني د مرکزي پولي کلینیک او تخصصي روغتیايي مرکزونو څخه ليدنه وکړه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د مرکزي پولي کلینیک، نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون او د وینې مرکزي بانک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د کندز په سیمه ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوه مجهزې عملیات‌ خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې عملیات‌ خونې د بې‌ پولې ډاکټرانو (MSF) په همکارۍ او مالي ملاتړ د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړې شوې، چې د معیاري ودانۍ لرلو سربېره په پرمختللو طبي تجهیزاتو هم سمبال دي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۲
Background image

بادغیس ولایت کې د اوتریچ ۱۶ واکسیناتورانو ته ۱۲ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دغه پروګرام چې موخه یې د واکسیناتورانو مسلکي ظرفیت لوړول او د واکسیناسیون خدمتونو کیفیت ښه کول دي، په کې د وقایې وړ ناروغیو مخنیوي لپاره د واکسیناسیون پر اهمیت ټینګار وشو او له ګډونوالو. . .

BACK TO NEWS