د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران هيواد د رئيس جمهور مرستیالې انیسه خزعلی سره ولیدل

akbari_admin
جمعه ۱۴۰۲/۲/۱۵ - ۸:۴۸
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران هيواد د رئيس جمهور مرستیالې انیسه خزعلی سره ولیدل

په دې لیدنه کې چې د ښاغلي وزير سره مل پلاوي او په ایران هيواد کې د افغانستان سفیر شتون درلود د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختيا په خاصه توګه د روغتیایی پرسونل د ظرفیت لوړونې ، د سرطان د تشخيص او درملنې په برخه کې د همکارۍ او په روغتيايي سکتور کې د تجربو شریکولو په اړه بحث ترسره شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لوګر، پنجشیر او بادغیس ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي او ارایشي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې لوګر ولایت کې دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول، پنجشیر ولایت کې ۲۰ قلمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۱۶
Background image

هلمند ولایت کې ۶۴۴۳ کیلو ګرامه بې کیفیته او له نېټې تېر درمل او ۱۸۰ کیلو ګرامه بېلابېل مواد وسوځول شول

دغه درمل او مواد چې د تېرو ۲میاشتو په جریان کې ترلاسه او راټول شوي و، د ولایت مقام، عامې روغتیا ریاست، استخباراتو، ښاري محکمې، فرعي ګمرکاتو او ګڼو نورو ادارو د استازو په شتون کې له منځه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د هرات عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت په پنځمه ناحیه کې د خوراکي توکو له ۱۳ عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو

ياد‌ نظارت کې چې د څارنې او پلټنې امریت نظارتي ټيم له لوري تر سره شو، پايله کې ۱۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي چې ټول وزن یې ۳۵۰ کېلو ګرامه کېده، راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي. . .

BACK TO NEWS