د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د دشت برچي ۱۰۰ بستریز روغتون له روغتیايي خدمتونه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۱۲
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د د دشت برچي ۱۰۰  بستریز روغتون له ټولو روغتیايي څانګو څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد روغتون کارکوونکو ته د هېوادوالو د ښه خدمت په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

ښاغلي وزیر، له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل، چې د ناروغانو د معیاري درملنې په برخه کې بشپړه پاملرنه وکړي.

 ښاغلي وزیر، همداراز په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښه والي د ټینګار ترڅنګ وویل، چې موږ په هڅه کې یو؛ تر څو په ټول هېواد کې روغتیايي خدمتونه معیاري او د هېواد ټولو اوسېدونکو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS