د حوزوي روغتونونو د لابراتوار برخې مسؤولینو ته شپږ ورځنې تريننګ پيل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۵۶
Moph

د عامې روغتيا وزارت اړوند حوزوي روغتونونو د لابراتوار برخې مسؤولینو او کار کوونکو ته د الیزا او پی سي آر د تخنیکونو پواسطه د تورې ټوخلې، چیچک، تور زیړي، او نورو مختلفو ویروسونو د معیاري تشخیص شپږ ورځنې تريننګ پيل شو.

د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه ریاست اړوند د مرکزي لابراتوارونو د ټریننګونو په تالار کې د Capacity Building Training for the Laboratory Staff on the “Diagnosis of Pertussis, Chickenpox, Hepatitis A and E by RT-PCR "and ELISA

ترعنوان لاندې ټریننګ د نړیوال روغتیایي سازمان په مالي لګښت او دعامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو په تخنیکي همکارۍ د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه ریاست د رئیس ښاغلي ډاکټر احمد ناصر حنيفي، د عامې روغتیا د مرکزي لابراتوارونو د آمریت د آمر ښاغلي ډاکټر مسعود ، د روغتیا د نړیوال سازمان او د لابراتوارونو په برخه کښې ګلوبل فنډ د پروژې د همکارانو په شتون کې پيل شو!

په یاد ټریننګ کښې د کندهار، بلخ، پکتیا، ننګرهار، هرات او کندز د حوزوي لابراتوارونو، د کابل د انتاني ناروغیو د ملي روغتون او د مرکزي لابراتوارونو څخه ۲۶ تنه د لابراتوار د برخې کار کوونکي ګډون لري چې یاد ټریننګ به په عملي او نظري ډول د شپږو ورځو لپاره دوام ولري.

دغه ټریننګ په هیواد کښې د الیزا او پی سي آر د تخنیکونو پواسطه د تورې ټوخلې، چیچک، تور زیړي، او نورو مختلفو ویروسونو د معیاري تشخیص په موخه تدویر شویده چې دا لړۍ به د لابراتوار په څانګه کې د ظرفیت لوړونې په موخه ادامه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د ننګرهار ولایت یو شمیر روغتونونو سره د ۲۸نیم لکه افغانیو په ارزښت د درملو مرسته وشوه

د ننګرهار بي بي فاطمة الزهرا ولایتي، د انتاني ناروغیو درملنې ۵۰ بستریز، د پوهنتون تدریسي او د ولسوالیو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو سره د PU-AMI نړیوالې مؤسسې له لورې د ۲۸لکه او ۸۸ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۶
Background image

د بدخشان، تخار، کندز او بلخ ولایتونو په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پلي کېدو بهیر څخه نظارت ترسره شو

د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د څارنې ټیمونه د متخصصو ټرینرانو او ټریني ډاکټرانو د ستونزو معلومولو او د اکمال تخصص پروګرام د ټریننګ تشو د تشخیص او ارزونې په موخه په رسمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۵۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په دوحه کې د بشري روغتیايي همکاریو او کتلوي معافیت د پیاوړتیا نړیواله ناسته کې ګډون وکړ

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد په دوحه ښار کې د بشري. . .

BACK TO NEWS