د ناروغانو د بهرنۍ همغږۍ ریاست ته ښاغلی روح الله رحمت زاده د رئیس، په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو
د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ملا محمد حسن محمدزي له لوري ښاغلی روح الله رحمت زاده د ناروغانو د بهرنۍ همغږۍ ریاست د رئیس، په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو
د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي ملا محمد حسن محمدزي د ناروغانو د بهرنۍ همغږۍ رئيس ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د یاد ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ تر څو د اړمندو هېوادوالو روغتیايي ستونزې حل او پر وخت ورته رسېدنه وشي.