د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د میرویس حوزوي روغتون له روغتیايي خدمتونو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۳۲
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د کندهار د عامې روغتیا رئیس، ډاکتر نجیب الله داوري په ملتیا د میرویس حوزوي روغتون له بېلابېلو روغتیايي څانګو سربېره د بستر ناروغانو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي وزیر همداراز د یاد روغتون کارکوونکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او ژمنه یې وکړه، چې د دې روغتون د روغتیايي خدمتونو لا معیاري کولو او د روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړونې برخې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۴۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ۲۰۲۶ز کال لپاره د پولیو (ګوزڼ) واکسین د لومړي ملي کمپاین پرانیسته کې ګډون وکړ

دغه کمپاین د نړیوالو ادارو په ملاتړ د روان مېلادي کال د اپرېل له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د دریو ورځو لپاره د هېواد په ټولو حوزو کې پلی کېږي، چې په ترڅ کې به یې شاوخوا (۱۲،۶) میلیونه له. . .

BACK TO NEWS