د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ولایتونو د اړیکو همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دې وزارت د ولایتونو د اړیکو همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د ولایتونو د اړیکو همغږۍ رئیس، قاري معتصم باالله توریال د یو پرېزنټېشن په ترڅ کې  د یاد ریاست دندې، وړاندیزونه او ستونزې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل او د وزارت له رهبرۍ یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ولایتونو د اړیکو همغږۍ ریاست دندې او وړاندیزونه واورېدل او د یاد ریاست د ستونزو د حل په اړه یې د لازمو اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS