بغلان ولایت سیلاب ځپلو ته مجهز روغتیایي واستاول شو

د بغلان ولایت سېلاب ځپلو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو په موخه د کندز ولایت څخه مجهز روغتیایي ټیمونو استول شوي دي.
د کندز د عامې روغتیا رئیس، ډاکتر محمدالله حکمت له لوري د حوزوي روغتون رئیس، ډاکتر محمد ابراهیم حلیم په مشرۍ څو مجهز ټیمونه، امبولانسونه او نور اړین روغتیايي توکي بغلان ولایت ته استول شوي، ترڅو له ټولو امکاناتو په استفادې زیانمنو شویو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.