د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په بورکه ولسوالۍ کې د یو CHC روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۵۹
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په دې روغتیايي مرکز کې ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه د نږدې لیدنې سربېره د یاد روغتیايي مرکز کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه؛ ترڅو په دې ولایت کې د ورستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو روغتیايي حالت ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي.

له بل لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او د یاد روغتیايي مرکز کارکوونکو ښاغلي وزیر ته د ورستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو روغتیايي حالت ته د رسېدو ډاډ ورکړ او ویې ویل، په دې برخه کې به له هیڅ ډول هڅو او کوششونو دریغ ونه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS