په تېر یو کال کې د بلخ ولایت سیمه ییز روغتون په بېلا بېلو روغتیايي څانګو کې څه باندې ۳۱ زره وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي
د یادو عملیاتونو له ډلې ۱۶ زره په اُرتوپیدي برخه کې ترسره شوي، چې د غاړې، ملا او د بدن ځینو نورو برخو عملیاتونه په کې شامل وو.
په یاد روغتون کې همداراز ۴۰۰ زره کسانو ته سراپا (OPD) او ۹۵ زره ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.