د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په ننګرهار کې د شدید طوفان له امله د ټپي شویو هیوادوالو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۵:۳۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په سیمه ییز روغتون کې د وړمې ورځې باران او شدید طوفان طبیعي پېښې له امله د ټپي شویو هېوادوالو له روغتیايي وضیعت او هغوی ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال چې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف او یو شمېر نورو مسؤلینو یې هم ملتیا کوله د سیمه ییز روغتون په بېلا بېلو روغتیايي څانګو کې یې د یادې پېښې له امله د ټپي شویو هېوادوالو څخه له نږدې لیدنه ترسره او له هغوي سره یې نغدي مرستې وکړې.

نوموړي همداراز د یاد روغتون له مسؤلینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د یادې پېښې له کبله د ټپي شویو روغتیايي حالت ته د رسېدنې او درملنې په برخه کې د هغوی د هڅو ستاینه وکړه او په نغدي ډالیو یې ونازول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS