د پلان ګذارۍ او راپور ورکولو تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۵۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي ریاست له لوري د بېلا بېلو ادارو مسؤلینو او کارکوونکو ته د پلان ګذارۍ او راپور ورکولو تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي رئیس، ډاکټر میرویس احمدزي یاد ورکشاپ د یو منظم پلان او ستراتېژې جوړولو په برخه کې اړین ګام یاد کړ او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې له دې روزنیز ورکشاپ اغېزمنه ګټه واخلي؛ ترڅو د پلان ګذارۍ او راپور ورکولو برخو کې شته ستونزې حل او راپور په وخت ورکړل شي.

له بل لوري د پلان او پالیسۍ ریاست تخنیکي کارکوونکي سید فرهاد هاشمي د یو پریزنټېشن په ترڅ کې د پلانګذارۍ، راپور ورکولو، کلني او ربع وار پلان جوړولو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS