د عامې روغتیا وزیر په خصوصي سکتور کې د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه له مرستیالانو او رئیسانو سره ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۶:۱۱
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خصوصي سکتور کې د وړاندې کیدونکو روغتیايي خدماتو څخه د نظارت ، روغتیايي لګښتونو د کنټرول ، د غیر قانوني روغتیايي مراکزو د قانون ته برابرولو ، د روغتیايي مراکزو د درجه بندۍ او اعتبار ورکولو پروسې نهایي کولو ، د غیر معیاري او بې اساسه لوحو اصلاح او په ټوله کې د ولس ستونزو ته د رسیدنې په موخه د عامې روغتیا وزارت له مرستیالانو او رئیسانو سره ناسته تر سره کړه.

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ، د روغتیا د پراختیا او پالیسۍ مرستیال ، د خصوصي سکتور د همغږۍ ریاست استازو ، د روغتیایي قوانینو د تطبیق څخه د څارنې ریاست استازو او نورو بیلا بیلو مسؤولینو شتون درلود د عامې روغتیا د وزیر ښاغلي جلالي له لوري د ولس ستونزو ته د رسیدنې په موخه د عاجل اقدام سپارښتنې تر سره شوې چې په تعقیب به یې د یو ګډ کمیسون په مرسته په مرکز او ولایاتو کې د روغتیایي خدماتو څخه د نظارت هڅې لا ګړندۍ او زیاتیږي تر څو خدمات معیاري او د غیر قانوني کړنو مخنیوی تر سره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS