د مالي او تدارکاتي چارو د ښه والي په موخه غونډه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام دفتر مشاورینو، د تخصصي او ثالثي روغتونونو، خصوصي سکتور، تدارکاتو، مالي برخې، بشري سرچینو او بېلا بېلو ادارو استازو په شتون کې د روغتونونو د تدارکاتي او مالي ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته کې ګډونوالو په تدارکاتي، مالي، بشري سرچینو او په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د شته ستونزو د حل په لارو چارو بحث او خبرې ترسره کړې.
د یادې ناستې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني لارښوونه وکړه، چې د روغتونونو په برخه کې شته ننګونې دې په یوه پریزینټېشن کې چمتو او په راتلونکې ناسته کې دې د عمومي کمېټې غړو ته وړاندې کړي؛ ترڅو له دې وروسته په دې برخه کې فرعي کمېټې وټاکل شي او څرنګه چې لازمه وي په اړه یې اقدامات ترسره شي.