د عامې روغتیا وزیر د ایران هیواد څخه راغلي پلاوي سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۳۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد څخه راغلي پلاوي سره وکتل

په دې لیدنه کې د ایران هېواد له لوري د افغانستان روغتیايي سکتور سره د مرستې او همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا په موخه د نړیوالو په ځانګړي توګه د ایران هېواد همکاري اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د یاد هېواد سره پر لا ښو اړیکو او دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.

له بل لوري د یاد هېواد استازو په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ او په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر روغتیايي پروژو د پیلېدو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له عامې روغتیا ریاست څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، پر مهال یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۲۱
Background image

د IAM مؤسسې له لوري د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټیټیوټ د سترګو ټیکنیشین څانګې سره د ۲۷۴ زره افغانیو په ارزښت مرسته وشوه

په دغه مرسته کې ۷ قلمه اجناس شامل دي، چې د سترګو ټیکنیشن څانګې د تدریسي او عملي فعالیتونو د لا پیاوړتیا په موخه به ور څخه لازمه ګټه واخیستل شي.

د غضنفر روغتیايي علومو انسټیټیوټ رئیس. . .

BACK TO NEWS