د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د یونیسیف سازمان له مشر سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۰:۳۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسیف سازمان له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدین اویلا او مل پلاوي سره د روغتیايي سیستم پر وضعیت او په هېواد کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د روغتیايي مراکزو د ښه تمویل او تجهیز اړوند لازمو سپارښتنو سربېره په روغتیايي مرکزونو کې د درملو د کمښت، د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو پر مساوات او اعتدال، د یو شمېر ولایتونو د روغتیايي خدماتو پر ښه والي او د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو پر معیاري ارزونې خبرې ترسره کړې.

له بل لوري د یونیسیف سازمان د بېلا بېلو برخو مسؤلینو، چې په یاده ناسته کې یې شتون درلود د وړاندې کېدونکو خدماتو او شته ستونزو د حل برخه کې د ترسره شویو چارو اړوند معلومات شریک او ژمنه یې وکړه، چې د روغتیايي خدماتو د لا ښه والي لپاره به د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۵
Background image

د بلخ عامې روغتیا ریاست اړوند پلاستیک او سوختګي جراحي روغتون کې له ۳۰۰۰ ډېرو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي

په یاد روغتون د تېرو ۸ میاشتو په ترڅ کې ټولټال ۳۰۲۹ ناروغانو ته سراپا (OPD) خدمات او همدارنګه ۲۲۱ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.

سربېره پردې، په دغه موده کې اړمنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د غور ۲۵۰ بستریز ولایتي روغتون سره د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه د یوه اندازه درملو مرسته وشوه

په دې مرسته کې ۱۳۱ قلمه درمل شامل دي، چې د OCCD موسسې له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ د غور ۲۵۰ بستریز ولایتي روغتون ته ورکړل شوي دي.

د غور عامې روغتیا رئیس، شیخ مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د زابل عامې روغتیا ریاست سره د فاطمه خیریه بنسټ له لوري د پښتورګو صفایۍ (Hemodialysis) دوو ماشینونو مرسته وشوه

 د زابل عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان د یادې مرستې له امله د فاطمه خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل، دغه مرسته به د پښتورګو ناروغۍ په درملنه کې مهم رول ادا او هم به. . .

BACK TO NEWS