د عامې روغتیا وزیر د امام ابو حنیفه ملي او نړیوال نندارتون پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۹:۳۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د امام ابوحنیفه دریم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ

د یاد نندارتون پرانیستو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شمول د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د اسلامي امارت ګڼو نورو لوړپوړو مسئولینو او سوداګرو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي یاد نندارتون کې د وینا پرمهال د خصوصي سکتور په پیاوړي کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه "د خوښۍ ځای دی چې زیاتره طبي وسایل او درمل چې پخوا به له نورو ملکونو واردېدل، اوس د هېواد په داخل کې جوړیږي".

د عامې روغتیا وزیر دغه راز یاد نندارتون کې د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ له سوداګرو غوښتنه وکړه چې روغتیايي برخه کې پانګونې ته توجه لا زیاته کړي.

نوموړي همداراز د روغتیا برخه کې د تولیدي شرکتونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو تولیداتو کیفیت او د بیو کموالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د امام ابوحنیفه دریم ملي او نړیوال نندارتون کې د نورو داخلي تولیداتو ترڅنګ د روغتیا برخې ګڼ وسایل او درمل هم نندارې ته وړاندې شوي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۲۴
Background image

زابل کې واکسیناتورانو ته د ظرفیت لوړولو په موخه ۶ ورځنی ټریننګ پیل شو

یاد ټریننګ چې د زابل د عامې روغتیا ریاست له لوري پیل شو، ترڅ کې به یې واکسیناتورانو او د معلوماتو راټولولو برخې مسؤلینو ته د روټین واکسین پوښښ قوي کولو په اړه زده کړې ورکړل شي.

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت مسئولینو ته د GBT( global benchmarking tool) تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ورکړل شو

یاد روزنیز پروګرام  چې  د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ترسره شو،  په کې د خوړو او درملو معینیت رئیسانو،آمرینو او مشاورینو ګډون کړی و، چې موخه یې هېواد کې  د درملو او روغتیايي محصولات. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د ټروما مرکزونو (Trauma Centers) اړوند د معلوماتو د ثبت فارم نهایي شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت، د روغتیا نړیوال سازمان له استازو او د روغتیا معلوماتي سیسټم (HMIS) له تخنیکي ټیم سره په ګډه د ټروما اړوند. . .

BACK TO NEWS