د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د ۱۴۰۳ هـ ش کال د ټرینر متخصصینو د ازموینې اخیستلو په اړه د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

په پام کې ده په تخصصي روغتونونو کې د ټرینرانو خالي بستونو کې د متخصصینو ګمارلو په موخه د ټرینري ازموینې دریمه دوره د ۱۴۰۳ هـ ش کال د عقرب میاشتې په وروستۍ اونۍ کې واخیستل شي.

په دې ازموینه کې د ګډون شرایط:

۱- نوماند باید د ۴۵ کلنۍ عمر نه وي پوره کړی.

۲- د ټریننګ دورې ټولې ازموینې او د مونوګراف دفاع (Comprehensive)یې په لومړي چانس کې پاس کړي وي.

۳- د ټریننګ دورې او مونو ګراف د دفاع  (Comprehensive) د نمرو سلنه یې له ٪۸۵ کمه نه وي.

نوماندان کولای شي د عامې روغتیا وزارت د وېب پاڼې له لارې د ازموینې حواله (ریفرینس) وګوري.

نوټ: د خالي بستونو او نوملیکنې لینک به ډېر ژر د عامې روغتیا وزارت د وېب پاڼې (سایټ) له لارې اعلان شي.

د اړتیا پر مهال له دې (۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷) واټسپ شمېرې سره اړیکه ونیسئ.

 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۵:۳۱
Background image

خبرتیا!

د هغو محترمو متخصصینو د پام وړ چې د ۱۴۰۴ هجري کال جامع (Comprehensive)  ازموینه کې بریالي شوي دي:

هغه محترم متخصصین چې د ۱۴۰۴ هجري کال جامع (Comprehensive) ازموینه بریالي شوي، کولای شي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۱۳
Background image

د ټولو محترمو ساختماني او لوژستیکي شرکتونو د پام وړ:

بلنه!

د عامې روغتیا وزارت غواړي چې د دې وزارت اړوند ټولې ودانېزې، د اجناسو او خدمتونو پروژې په شفافیت سره تر سره او د ازادې داوطلبۍ له مخې مستحقو شرکتونو ته ورکړل شي دا وزارت په پام کې . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۲۰
Background image

خبرتیا!

د هغو محترمو متخصصینو د پام وړ چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال جامع ازموینه (Comprehensive) کې بریالي شوي دي:

محترم نوماندان کولای شي د ۱۴۰۴ هـ ش کال جامع Comprehensive ازموینې پایلې د عامې روغتیا . . .

Back to announcements